د ګوهري ادبي بهير پنځمه ناسته او مشاعره ترسره شوه

panah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۰:۲۵
...

د لوګر ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست او د پانګونې او سوداګرۍ خونې په ګډه همکارۍ د ګوهري ادبي بهير پنځمه ناسته او مشاعره د ( امير المؤمنين حفظه الله د فرمانونو) تر سرليک لاندې ترسره شوه.
یاده ماښامانۍ ناسته او مشاعره کې لسګونو شاعرانو، د ترنم بلبلانو، د ادب مینه والو، ځوانانو او د یو شمېر امارتي ادارو مسؤلینو ګډون کړی وو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس دوکتور رفیع الله صمیم د شاعرانو له دغې هڅې او نوښت څخه مننه وکړه او ویې وویل: یاده مشاعره د امیر المؤمنین حفظه الله د فرمانو په اړه جوړه شوې ده، افغانان ډېر خوشبخته خلک دي، چې د داسې زعیم او مشر په قیادت او د اسلامي نظام تر سیوري لاندې ژوند کوي.
همدا راز شاعرانو او ترنم کوونکو خپل ترتیب کړي ترنمونه او شعرونه د امیر المومنین حفظه الله فرمانونو ته ځانګړي کړي و، چې په نوبت سره يې له ګډونوال سره شریک کړل او د دغو فرامینو ستاینه يې وکړه.
د یادونې وړ ده، چې دا د ګوهري ادبي بهیر پنځمه ناسته او  مشاعره وه، چې د عالیقدر امیر المومین د فرمامونونو د ملاتړ او بدرګې په موخه جوړه شوې وه.

۱۴۴۶/۱۲/۲۹ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۵۳
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر صاحب د یوناما دفتر د بشري حقونو مسوولې سره ولیدل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ښاغلي شیخ شیراحمد حقاني د یوناما دفتر د بشري حقونو مسوولې آغلې فیانو فریزر او ورسره مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دې ناسته کې دواړو لورو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۵
Background image

د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو، کتاب پلورونکو، لیکوالانو او خپرندویانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو، کتاب پلورونکو، لیکوالانو او خپرندویانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي کریم الله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۱
Background image

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسؤلینو د آیسسکو ناسته کې ګډون وکړ

د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د ملي آرشیف رئیس قاري عبیدالله حنیف او د یاد وزارت د بهرنیو اړیکو او فرهنګي آتشو رئیس محمد شفیق احمدزي د اسلامي نړۍ د تعلیمي، علمي او فرهنګي سازمان. . .

BACK TO NEWS