بامیانو کې ( په ټولنه کې د ناوړه دودونو له منځه وړلو په برخه کې د ځوانانو مسؤلیت) ترسرلیک لاندې علمي سمینار جوړ شو
د بامیان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري (په ټولنه کې د ناوړه دودونو له منځه وړلو په برخه کې د ځوانانو مسؤلیت) ترسرلیک لاندې علمې سمینار د یو شمېر علماوو، فرهنګي شخصیتونو او ځوانانو په ګډون د دې ولایت په عامه کتابتون کې ترسره شو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاري سید مصطفی صالح په ټولنه کې د مثبت بدلون راوستلو او ناوړه دودونو له منځه وړلو کې د ځوانانو په رول هر اړخیزې خبرې وکړې.
نوموړي له ځوانانو وغوښتل، چې د اسلامي کلتور ساتنه کې مخکښ اوسي او پردیو ته اجازه ورنکړي، چې په بېلابېلو بهانو زموږ پر کلتور تیری وکړي.
ګډون کوونکو د دې سمینار جوړولو له امله د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه مننه وکړه او دا ډول روزنیز سمینارونه جوړول یې د عامه ذهنیت جوړونې لپاره مهم ګام یاد کړ.
۱۴۴۶/۱۲/۲۸ هـ ق
