د رسنيو د شکايتونو او سرغړونو د څېړنو کمېسيون نوبتي غونډه وشوه

panah_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۷:۳۸
...

یکشنبه ( ۲۵ د ذوالحجې ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو د معين ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د رسنيو د شکايتونو او سرغړونو د څېړنو کمېسيون نوبتي غونډه وشوه، چې پکې د کمېسيون د غړو له لوري په بېلابېلو موضوعاتو بحث او د نظرياتو تبادله وشوه.

د غونډې په پيل کې د خپرونو چارو معين پرانېستونکې وينا وکړه او د تېرو غونډو د پريکړو په اړه يې بحث وکړ.

د کمېسيون غړو په نوبت سره د ورسپارل شويو دندو په اړه د خپلو پلټنو چمتو شوي راپورونه شريک کړل.

همدا راز د غونډې په ترڅ کې کمېسيون ته د رارسېدليو شکايتونو او ستونزو تر څنګ د جهان راډيو تلويزيون د عريضې په اساس د موضوع د هواري لپاره يوه کمېټه وټاکل شوه او د محکمې تر پرېکړې وروسته د راه فردا تلويزيون د فعاليت په څرنګوالي بحث وشو.

غونډه د دعايې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

۱۴۰۴/۴/۱ هـ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS