ازبکستان کې د اسلامي تمدن فرهنګي مرکز کې د عامه کتابتون آثار نندارې ته اېښودل کيږي

panah_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۷:۳۲
...

يکشنبه ( ۲۵ د ذوالحجې ۱۴۴۶) کابل کې د ازبکستان سفارت فرهنګي آتشې فرهاد توره بایف د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند عامه کتابتون څخه لیدنه وکړه.

د ليدنې په پيل کې د عامه کتابتون رئيس حافظ نعمت الله منتظر د ازبکستان فرهنګي آتشې ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل: ازبکستان د لرغوني تاريخ لرونکی هېواد دی، په ۱۸۷۰ م کال کې د امير علي شېر نوايي په نوم جوړ شوی کتابتون يې د اسلامي نړۍ يو له پرمختللو کتابتونونو څخه دی، په ازبکستان کې د اسلامي نړۍ ستر علماء کرام تېر شوي دي، چې اسلامي تمدن ته يې بې ساري خدمتونه کړي او ګټور علمي آثار يې پنځولي دي، افغانستان او ازبکستان ګڼ شمېر ديني او فرهنګي مشترکات لري، په وروستيو کې د ازبکستان د رئيس جمهور شوکت میرضیایف له لوري د عامه کتابتونونو په اړه دولس ماده ئيز فرمان صادرول د ازبکستان ملت ته د کتابتونونو د پراختیا په برخه کې ستره لاسته راوړنه ده، چې له مخې به يې په ټول ازبکستان کې د عامه کتابتونونو شمېر ډېر شي.

ښاغلي منتظر زياته کړه؛ غواړو ستاسو په همکارۍ په عامه کتابتون کې د ازبکستان برخه نوره هم تقويه کړو او ياده برخه کې د ازبکستان د علماوو بېلابېل آثار ولرو. 

د ازبکستان سفارت فرهنګي آتشې فرهاد توره بایف د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل: د افغانستان او ازبکستان اړيکې په هر ډګر کې د پراختیا په حال کې دي، هڅه کوو، چې له افغانستان سره فرهنګي اړيکو ته نوره هم پراختیا ورکړو، په نږدې راتلونکي کې د ازبکستان د رئيس جمهور په نوښت د اسلامي تمدن فرهنګي مرکز او نندارتون جوړېږي، چې د افغانستان د آثارو اېښودو لپاره پکې ځانګړې برخه ټاکل شوې ده، د رئيس جمهور شوکت میرضیایف په ځانګړي هدايت سره د افغانستان برخې د تقويې لپاره ټینګار شوی دی، او ځينې کتابونه په نښه شوي دي، چې د افغانستان په استازولۍ په ياد فرهنګي مرکز او نندارتون کې نندارې ته وړاندې شي.

ښاغلي توره بایف د عامه کتابتون د ودې او پراختیا لپاره د هڅو کولو ژمنه وکړه او د عامه کتابتون له بېلابېلو برخو څخه يې لیدنه وکړه.

د لیدنې په پای کې د عامه کتابتون د رئيس له لوري ښاغلي توره بایف ته د سراج الاخبار يو کلکسيون هم ډالۍ کړل شو.

۱۴۰۴/۴/۱ هـ ل

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۲
Background image

د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو مسئولینو سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو اتحادیې له مسئولینو سره وکتل.
په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

پروان کې د مطالعې او کتاب لوستنې فرهنګ د ودې په موخه یو ورځنی سیمینار وړاندې شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عامه کتابتونونو ریاست د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مطالعې او کتاب لوستنې د فرهنګ د عامولو په موخه ګڼ شمېر زده کړیالانو او زده کوونکو ته یو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۹:۴۹
Background image

حصه دوم کوهستان ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د حصه دویم کوهستان ولسوالۍ اړوند د. . .

BACK TO NEWS