ننګرهار کې سېلانیانو لپاره ګڼې اسانتیاوې رامنځته کېږي

panah_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۴۸
...

د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي ذبیح‌ اللّه نوراني د سیاحتي شرکتونو له مسؤلینو سره په ناسته کې وویل: ننګرهار د هېواد په کچه ځانګړې تاریخي او تفریحي سیمې لري او باید ترې اغېزمنه استفاده وشي.
ښاغلي نوراني وویل: هڅه کوو، د نظام او خصوصي سکتور په ګډ کار سره د دغو سیمو پراختیا ته زمینه برابره کړو، ترڅو داخلي او خارجي سېلانیانو ته پکې اسانتیاوې برابرې شي.
د نوموړي په وینا؛ د ننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې یخې او ښکلې تفریحي سیمې شتون لري، اوس وخت رارسېدلی، چې له دغو ځایونو څخه د هېواد په ګټه استفاده وشي او د سېلانیانو لپاره د لیدو وړ وګرځول شي.
په ناسته کې د سیاحتي شرکتونو د اتحادیې مسؤلینو د پانګونې چمتووالی وښود او څرګنده یې کړه، چې دوی به په تفریحي سیمو کې اړین خدمات او اسانتیاوې برابرې کړي.
دوی په خپلو خبرو کې ځینې ستونزې هم شریکې کړې، چې د اطلاعاتو او کلتور رئيس د ستونزو د حل ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه؛ چې د سیاحت پراختیا به نه یوازې د سیمه‌ ییز اقتصاد د پیاوړتیا لامل شي، بلکې د هېواد د مثبت انځور د وړاندې کولو یوه مهمه وسیله به وګرځول شي.

۱۴۴۶/۱۲/۲۴ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS