غور کې د غوریانو دورې اړوند یو شمېر طلایي سکې کشف شوې دي

panah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۱:۲۷
..

د غور ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین وايي، چې د غوریانو د حکومت دورې اړوند ۶۰ طلایي سکې چې بعضې یې نیمه تخریب شوي، د یوې کوزې سره په لاس راوړي دي.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالحی زعیم وویل: دا سکې او کوزه چې د غوریانو حکومت دورې پورې اړوند دي، د دې ولایت الله یار ولسوالۍ کې د سړک جوړولو د چارو په مهال موندل شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د دې سکو مجموعي ارزښت تراوسه معلوم نه دی، خو تاریخي قدامت یې د غوریانو حکومت دورې ته رسېږي.
د ویلو وړ دی، چې دا سکې د اسلامي امارت د ځانګړو ځواکونو له لوري له یاد ځای څخه راټول شوي دي، چې رسما د دوی له لوري د غور د اطلاعاتو او کلتور ریاست موزیم ته وسپارل شول.

۱۴۴۶/۱۲/۷ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS