تهران کې د اسلامي امارت فرهنګي آتشې د اهل بیت پوهنتون له مسؤلينو سره وکتل
د ایران په مرکز تهران کې د اسلامي امارت د سفارت فرهنګي آتشې عزت الله آصف د اهل بیت پوهنتون د نړیوالو چارو په څانګه کې د یاد پوهنتون له مسؤلينو سره د همکاريو په بیا تازه کولو او د افغان زده کړیالانو د علمي او فرهنګي چارو په اړه ناسته وکړه.
د اهل بیت پوهنتون د مسؤلينو په وینا؛ دا مهال په یاد پوهنتون کې شاوخوا ۵۰۰ تنه افغان زده کړیالان په زده کړو بوخت دي او د دې پوهنتون له بېلابېلو برخو څخه شاوخوا زر تنه نور په علمي او اخلاقي ډول ممتاز افغان زده کړیالان فارغ شوي دي.
همدا راز ښاغلي آصف د پوهنتون له مسؤلينو سره د زده کړیالانو د علمي او فرهنګي چارو اړوند خبرې وکړې او له ياد پوهنتون سره يې د هر ډول همکاريو ډاډ ورکړ.
په پای کې دواړو لوريو د اړوند مسایلو په شريکولو توافق وکړو او دا ناسته يې د راتلونکو همکاريو لپاره د پيل په توګه یاده کړه.
۱۴۴۶/۱۱/۲۸ هـ ق
