د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو د سجاوند له لرغونې سیمې څخه لیدنه وکړه

panah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۳۰ - ۹:۲۳
..

د لوګر ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئیس دوکتور رفیع الله صمیم د برکي برک ولسوالۍ اړوند د سجاوند له لرغونې سیمې او خواجه سید احمد سجاوندي له تاریخي آبدې څخه لیدنه وکړه.
دوکتور رفیع الله صمیم د سجاوند لرغونې سیمه د هېواد او سیمې په کچه د تاریخي سیمو له جملې څخه خورا  مهمه سیمه یاده کړه او ډاډ یې ورکړ، چې په ساتنه کې به یې بشپړه پاملرنه وشي.
نوموړي وویل: د خواجه سید احمد سجاوندي تاریخي آبده د نړۍ په کچه د میراث علم کتاب د لیکونکي مقبره ده، چې تاریخي مخینه یې ۴۰۰ کلونو ته رسیږي.
د یادونې وړ ده، چې د سجاوند لرغونې سیمه د لوګر ولایت برکي برک ولسوالۍ ۱۵ کیلومټری کې موقعیت لري، چې تاریخي مخینه یې د کوشانیانو او یفتلیانو دورې ته رسیږي.

۱۴۴۶/۱۱/۲۲ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS