د لوحو او تبلیغاتي اعلاناتو د اصلاح کمېسيون د کابل ښار د ناحيو د ماليې له مديرانو او د تبلیغاتي اعلاناتو د شرکتونو له مسؤلينو سره د همږغۍ غونډه وکړه

panah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۳ - ۱۴:۵۱
...

سه شنبه ( ۱۵ د ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معينيت په مشرۍ د لوحو او تبلیغاتي اعلاناتو د اصلاح کمېسيون د کابل ښاروالۍ د ۲۲ ګونو ناحيو له مديرانو او د تبلیغاتي اعلاناتو د شرکتونو له مسؤلينو سره د همږغۍ رامنځته کولو او په لوحو او تبلیغاتي اعلاناتو او بېلبوردونو کې د سمون په موخه غونډه وکړه.
دې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي، د رسنيو په نشراتو د څار او مطبوعاتو رئيس مولوي صفی الله رائد، د کابل ښاروالۍ کلتوري رئيس او د یاد کمېسيون غړي قاري ولي ګل جواد، د ښاروالۍ د ۲۲ ګونو ناحيو د ماليې مديرانو، د تبلیغاتي اعلاناتو د شرکتونو مسؤلينو او د کمېسيون نورو غړو ګډون کړی وو.
د غونډې پيليزه وینا قاري ولي ګل جواد وکړه او ويې ويل: په هېواد کې د څو کلن اشغال پر مهال پردي کلتورونه عام شوي وو، چې يوه ځانګړې برخه يې په لوحو او تبلیغاتي اعلاناتو کې پردي عبارتونه او توري ځای پر ځای کول وو، چې د اسلامي امارت په بیا ځلې حاکميت سره دې موضوع ته جدي پاملرنه وشوه او د ریاست الوزراء عالي مقام په هدایت د اطلاعاتو او کلتور وزارت په مشرۍ د ګڼو امارتي ادارو څخه يو کمېسيون جوړ شو، چې په کابل ښار او ټولو ولايتونو کې يې فعاليت پيل کړ، چې تر ډېره بريده يې چارې په برياليتوب سره روانې دي. د کمېسيون د چارو د ښه پر مخ بېولو په موخه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو د معينيت په هدايت د کابل ښاروالۍ د ۲۲ ګونو ناحيو د ماليې له مديرانو او د تبلیغاتي شرکتونو له مسؤلينو سره دغه غونډه راوبلل شوه، تر څو د کمېسيون کارونه ګړندي او غوره همږغي رامنځته شي.
ورپسې د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي په خپله وینا کې وويل: د افغانستان اسلامي امارت کړنلاره په تولو برخو کې د خودکفايۍ ده، هغه ناوړه کلتورونه چې په تېر وخت کې په شعوري او غیر شعوري توګه رايج شوي وو، باید مخنيوی يې وشي او پر ځای يې خپل غني کلتورونه او ارزښتونه پلي کړو، تر څو هره برخه مو معياري وي او د خپلو ارزښتونو او کلتورونو استازولي مو کړې وي، اعلانات د پام جلبولو برخه کې مهم رول لري، هېواد ته چې هر څوک راځي، باید افغاني ارزښتونه او کلتورونه وروپېژنو او د کابل ښار چې خپل ځانګړی فرهنګ، عظمت او افتخارات لري، درناوی يې وشي او د نورو کلتورونو خپرولو ته پکښې اجازه ورنکړو.
ورپسې د کمېسيون د غړو له لوري اماده شوي نمونوي سلايډونه ګډونوالو سره شريک شول، چې پکښې د کمېسيون د عملي کارونو تصویري بڼې او د تخلفاتو بڼې شاملې وې.
غونډه د دعايې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۵:۲۱
Background image

لغمان کې د ژورناليستانو او خبريالانو د فکري، عقيدوي او مسلکي ظرفيت لوړونې يو ورځنی سیمینار ترسره شو

دغه سیمینار د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت له لوري د لغمان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په همکارۍ د عامه کتابتون د غونډو په تالار کې جوړ شوی و، چې د خپرونو چارو معين. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۵:۱۸
Background image

د هرات د جامع جومات د علمي او څېړنیزې ارزونې په موخه مشورتي غونډه ترسره شوه

د هرات د جامع جومات د علمي او څېړنیزې ارزونې په موخه د همغږۍ او مشورې غونډه د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسوولینو، د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د رئیسانو، د دارالعلومونو د مسوولینو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

د فرهنګ او هنر معین د اذربایجان له سفیر سره وکتل

چهارشنبه( ٢ د جمادی الاولی ١٤٤٨) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي په کابل کې د اذربایجان جمهوریت له سفیر ډاکټر الهام محمدوف سره وکتل او د فرهنګي او هنري. . .

BACK TO NEWS