جوزجان کې له لیکوالانو، شاعرانو او فرهنګپالو سره ناسته وشوه

panah_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۱۴:۵۶
...

جوزجان ولايت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ترانو او ترنم رئیس مولوي امان الله مستغفر، د ملي راډیو تلویزیون د ترنم د تولید رئیس مولوی عصمت‌ الله جهاد مل او د دې ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي سیف الدین معتصم له یو شمېر شاعرانو، لیکوالانو او فرهنګپالانو سره د فرهنګي هڅو د پراختیا او همږغۍ په موخه ناسته وکړه.
د ناستې په ترڅ کې شاعرانو او لیکوالانو د دوی د فعالیتونو پر وړاندې د شته ستونزو یادونه وکړه او زیاته یې کړه؛ د اسلامي نظام او ځوان فکر جوړونې او ساتنې په برخه کې به خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.
ښاغلي مستغفر د دوی د ستونزو د حل کولو ډاډ ورکړ او ويې ويل: د افغانستان اسلامي امارت په ټول توان له لیکوالانو او شاعرانو سره همکاري کوي.
د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوی سیف‌ الدین معتصم د عامه افکارو د رغښت برخه کې د شاعرانو، لیکوالانو او فرهنګپالانو له ترسره شویو فعالیتونو څخه خوښي څرګنده کړه او دوی ته يې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

۱۴۴۶/۱۱/۱۲ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۵:۲۱
Background image

لغمان کې د ژورناليستانو او خبريالانو د فکري، عقيدوي او مسلکي ظرفيت لوړونې يو ورځنی سیمینار ترسره شو

دغه سیمینار د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت له لوري د لغمان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په همکارۍ د عامه کتابتون د غونډو په تالار کې جوړ شوی و، چې د خپرونو چارو معين. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۵:۱۸
Background image

د هرات د جامع جومات د علمي او څېړنیزې ارزونې په موخه مشورتي غونډه ترسره شوه

د هرات د جامع جومات د علمي او څېړنیزې ارزونې په موخه د همغږۍ او مشورې غونډه د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسوولینو، د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د رئیسانو، د دارالعلومونو د مسوولینو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

د فرهنګ او هنر معین د اذربایجان له سفیر سره وکتل

چهارشنبه( ٢ د جمادی الاولی ١٤٤٨) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي په کابل کې د اذربایجان جمهوریت له سفیر ډاکټر الهام محمدوف سره وکتل او د فرهنګي او هنري. . .

BACK TO NEWS