سرپل کې د امام یحیی بن زید زیارت بیا رغول کېږي
د سرپل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسؤلينو په وينا؛ د دې ولایت امام خورد سیمې اړوند امام یحیی بن زید زیارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د نصارالحق زاهد ساختماني شرکت په مرسته بیارغول کیږي.
د اطلاعاتو او کلتور رياست رئيس ملا عبدالغفار حقنما د فرهنګي او تاریخي ارزښتناکو ودانیو د بیا رغونې په برخه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له پاملرنې څخه مننه وکړه او ویې ویل: د امام یحیی بن زید زیارت د سرپل ولایت له مهمو تاریخي آثارو څخه شمېرل کېږي، د دې زیارت بیارغول د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لومړیتوبونو څخه و.
د یاد زيارت د رغنيز شرکت مسؤلینو ډاډ ورکړ، چې دغه شرکت به د سیمه ییزو مسؤلينو سره په پوره همږغۍ او د تخنیکي معیارونو په پام کې نیولو سره د یاد زیارت د بیارغونې کارونه په پوره امانتدارۍ او اخلاص ترسره کړي.
۱۴۴۶/۱۱/۷ هـ ق
