د پروان، پنجشير او کاپيسا خبريالانو زده کړې وکړې
د پروان، کاپيسا او د پنجشير خبريالانو د رپوټ او خبر ليکنې له زده کړې وروسته تصديق ليکونه ترلاسه کړل.
د باختر اژانس خبريال د خبر له مخې؛ د دغو تصديق ليکونو د ويشلو په مراسمو کې چې د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ په رياست کې پر ځاى شوى و، د پروان والي فضل الدين عيار د خبريالانو او ژورناليستانو د مسووليتونو او مکلفيتونو په اړه خبرې وکړې او ويې ويل چې خبريالان او ژورناليستان مسووليت لري چې د ټولنې حقيقتونه بيان کړي او د عامه ذهنونو د روښانه کولو په خاطر هلې ځلې وکړي.
د پروان والي د اطلاع رسونې او د ټولنې د پوهاوي په لاره کې د خبريالانو هلې ځلې وستايلې او زياته يې کړه نن خبريالان هم د امنيتي ځواکونو ترڅنګ د جګړې په لومړى ليکه کې دي او قرباني ورکوي او حکومت او خلک دغه هلې ځلې ستايي .
وروسته د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو آمر رحمت الله رحيمي د دغه پروګرام د جوړولو د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دغه رياست په همکارى د پروان، کاپيسا او پنجشير ولايتونو د خبريالانو د ظرفيتونو د لوړولو په خاطر د تحقيقي رپوټ او خبر ليکنې تر عنوان لاندې درې ورځنۍ روزنيز پروګرام جوړ کړى و چې د دغو ولايتونو ٤٠ تنو خبريالانو پکې ګډون کړي و .
کابل/ د ليندۍ ٦مه /باختر
