د هنر او فرهنګ معین د ایران له فرهنګي مرکز څخه لیدنه وکړه

tawana_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۵ - ۹:۳۰
یبلا

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ معین مولوي عتیق الله عزیزي په کابل کې د ایران سفارت د فرهنګي آتشې له کتابتون، هنري خونو او تالارونو څخه لیدنه وکړه. 
ښاغلي عزیزي د نوموړي مرکز کتابتون مجهز او د بېلابېلو علومو، فنونو د مطالعې زېرمه وګڼله او ډاډ یې ورکړ، چې دا ډول مرکزونه کولای شي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او ژورو مناسباتو د پراختیا په برخه کې مهم رول ولوبوي.
همدا راز د ایران د فرهنګي چارو مسؤل دوکتور روح‌ الله حسيني د هنر او فرهنګ معین له دغې لیدنې څخه خوښي څرګنده کړه، د ایران د فرهنګي مرکز څخه لیدنه یې د ګډو کلتوري او تاریخي مشترکاتو د پاللو څرګند مثال وباله او ژمنه یې وکړه، چې د اسلامي امارت د رغنده فرهنګي تګلارې په رڼا کې به کار کوي او د افغانستان د خلکو په خدمت کې به وي. 
نوموړي زياته کړه؛ د تاريخي آثارو د ساتنې، رغونې او د شعر او هنر په برخه کې د افغانستان اسلامي امارت سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.

۱۴۴۶/۱۱/۷ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS