د لوحو او تبليغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسیون نوبتي غونډه وشوه
سه شنبه( اول د ذوالفعدة الحرام ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو د معین مهاجر فراهي په مشرۍ د لوحو او تبليغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسیون نوبتي غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د خپرونو چارو د معین ترڅنګ د کمېسیون نورو غړو هم ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې د کمېسیون منشي د تېرې ناستې د پریکړو د پلي کېدو راپور وړاندې کړ.
ورپسې د کمېسیون د لاستهراوړنو، ولایتونو ته د کمېسیون د غړو د سفرونو، د کابل ښار د ناحیو له مسؤلینو سره د غونډو د جوړېدو او همداراز د ساحوي کمېټې د راتلونکې کاري سیمې د ټاکلو په اړه مفصل بحث وشو.
د غونډې په پای کې د کمېسیون غړو د اعلانونو او تبلیغاتو له شرکتونو څخه د څارنې په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل.
