د نجراب ولسوالۍ د تفریحي، لرغونو او تاریخي سیمو د ساتنې ژمنه وشوه
د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي کریم الله وثیق د دغه ولایت د نجراب ولسوالۍ له یو شمېر اوسېدونکو سره لیدنه وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین وایي: د دې لیدنې موخه د تفريحي ځایونو، لرغونو سیمو او تاریخي آبداتو د ساتنې او خوندي کولو لپاره هڅې دي.
د نجراب اوسېدونکو ژمنه وکړه، چې د تاریخي آبداتو او لرغونو سیمو د ساتنې په برخه کې به له اطلاعاتو او کلتور ریاست سره هر اړخیزه همکاري کوي.
د یادونې وړ ده، چې نجراب ولسوالۍ د خپلو ښکليو او زړه راښکونکو سیمو له امله د کورنیو او بهرنیو سېلانیانو د پام وړ ګرځېدلې ده.
۱۴۴۵/۱۰/۲۹ ق
