د دولينې ولسوالۍ له تاريخي او لرغونو سيمو څخه لیدنه وشوه
د غور ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي عبدالحی زعيم دولينه ولسوالۍ ته د سفر پر مهال د یادې ولسوالۍ له تاريخي او لرغونو سيمو څخه لیدنه او ارزونه وکړه.
د ښاغلي زعيم په وينا؛ د دولينه ولسوالۍ د شاه جوی او ګاو مرده سيمو له خلکو سره يې د تاريخي او لرغونو سيمو او آثارو د ارزښت په اړه خبرې وکړې او د دې کليو په اوسيدونکو يې د تاريخي ودانيو د ساتلو ټينګار وکړ.
نوموړی په پام کې لري، چې په دغه سفر کې د یادې ولسوالۍ له یو شمېر نورو تاریخي آبدو او سیمو څخه هم لیدنه وکړي.
۱۴۴۶/۱۰/۲۸ ق
