مرادخانۍ لرغونې سيمه به د هنر پېژندنې او نړيوال سياحت سمبول وګرځي
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معين مولوي عتيق الله عزيزي د کابل ښاروالۍ د ښاري پراختيا او پلان جوړونې د معين صدرالدين تاجک او د فېروزکوه مؤسسې د مسؤلينو په ملتيا د کابل ښار له لرغونې او تاريخي سيمې مرادخانۍ څخه ليدنه وکړه.
یاده لیدنه چې د تاریخي او فرهنګي ارزښتونو د ساتنې او د تاریخي سیمو بیارغونې په موخه ترسره شوه، پکښې د فیروز کوه مؤسسې لخوا د ترسره شویو بیارغنیزو کارونو ارزونه وشوه، تر څنګ يې د یادې مؤسسې له مسؤلینو سره د سیمې د پراختیا، منظمو پلانونو، او راتلونکو پروژو په اړه تفصیلي خبرې وشوې.
د هنر او فرهنګ معين مولوي عتیق الله عزیزي وویل: مرادخانۍ د کابل ښار له مهمو تاریخي شتمنیو څخه ده، باید د دې سيمې هویت وساتل شي، هڅه کوو چې مرادخانۍ له یوه زړې او له پامه غورځېدلې سیمې څخه یوه فعاله تاریخي او فرهنګي سیمه جوړه کړو، چې نه یوازې افغانان، بلکې بهرني سیلانیان هم راشي او زموږ د فرهنګ، هنر، او تاریخ ننداره وکړي.
د کابل ښاروالۍ د ښاري پراختیا او پلان جوړونې معين صدرالدین تاجک هم د دې پروژې ملاتړ وکړ او ویې ویل: کابل ښاروالۍ چمتو ده، تر څو د دې سیمې د نظم، پاکوالي، او ښاري اسانتیاوو برابرولو لپاره لازمې هڅې وکړي.
د فیروز کوه مؤسسې استازو خپل پلانونه هم شریک کړل، چې پکښې د یو فرهنګي بازار جوړول، د لرغونو ودانيو او کوڅو بیارغونه او د سیلانیانو لپاره یوه فرهنګي سیمه په نظر کې نیول شوې ده.
۱۴۴۶/۱۰/۲۸ ق
