د نجراب ولسوالۍ له عامه کتابتون څخه ځوانانو لیدنه وکړه
د کاپيسا ولايت د نجراب ولسوالۍ يو شمېر زده کوونکو او محصلینو د مطالعې کلتور د عامولو په موخه د يادې ولسوالۍ له عامه کتابتون څخه لیدنه وکړه.
يادو ځوانانو په ډېره لېوالتیا سره د بېلابېلو کلتوري، ديني او ادبي برخو کتابونه مطالعه کړل او د نجراب د عامه کتابتون له مناسب چاپېريال څخه يې ګټه پورته کړه.
دوی د اطلاعاتو او کلتور رياست له ترسره کړيو خدمتونو څخه د خوښۍ په څرګندولو سره دې ولايت کې د عامه کتابتونو د پراختیا غوښتنه وکړه.
۱۴۴۶/۱۰/۱۶ ق
