د اطلاعاتو او کلتور رئيس د آی ‌خانم له تاریخي او لرغونې سیمې لیدنه وکړه

tawana_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۹:۱۱
;;;

د تخار ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي ذبیح‌ الله انصاري دشت کلا ولسوالۍ ته د خپل سفر په ترڅ کې له آی ‌خانم تاریخي او لرغونې سیمې لیدنه وکړه.
آی ‌خانم هغه سیمه ده، چې له دوه ‌زره او پنځه ‌سوه کلونو زیات تاریخي قدامت لري او د آسیا له ارزښتناکو او پخوانیو تاریخي ځایونو څخه ګڼل کېږي، دا سیمه د آمو سیند پر غاړه او د تاجکستان سرحد ته څېرمه موقعیت لري، چې پخوا د یوناني تمدن له مهمو مرکزونو څخه وه.
ښاغلي انصاري له سیمه‌ ییزو خلکو وغوښتل، چې د دې مهم تاریخي ځای د ساتنې او پالنې په برخه کې له اطلاعاتو او کلتور ریاست سره همکاري وکړي.
د یادونې وړ ده، چې یاده سیمه د خپل ستراتیژیک موقعیت او تاریخي ارزښت له امله د یونسکو په نوملړ کې هم ثبت شوې ده.

۱۴۴۶/۱۰/۱۶ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

(د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو رئیس سمنګان ولایت ته د رسمي سفر په لړ کې، په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۰۰ ځوانانو ته (د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۱
Background image

زرنج ښار کې د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د زرنج عامه کتابتون په تالار کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم سیمینار ترسره شو.
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۱۳
Background image

بلخ کې د ۱۷ مې ګڼې فرمان د تطبیق، نشه‌یي توکو او د انساني قاچاق د مخنیوي په موخه غونډه وشوه

د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د بلخ اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د البرز علمي او فرهنګي ادارې لوري په یوې سترې ولسي غونډه کې د مشرتابه(حفظه الله) د ۱۷ مې ګڼې فرمان پر تطبیق، د نشه. . .

BACK TO NEWS