هلمند کې د بست کلا شیشک حفاظتي چارې د اته سوه زره افغانیو په ارزښت پیل شوې

د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د هلمند ولایت د تاريخي او لرغونې بست کلا شیشک حفاظتي چارې د اطلاعاتو او کلتور ریاست په هڅو د اته سوه زره افغانیو په ارزښت سره د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.
د یادو حفاظتي چارو د پیل په اړه د کلتور او ګرځندوی امر وویل: د لرغونې تاریخي کلا د شیشک حفاظتي چارې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د اته سوه زره افغانیو په ارزښت سره پيل شوې.
نوموړي زیاته کړه؛ د شیشک دغه حفاظتي چارې به د یوې میاشتي په موده کي سرته ورسیږي، چې د شیشک شا او خوا یو نیم جریب ځمکه به همواره او د باراني اوبو د ویستلو او جذب لپاره به ځانګړې لارې ورغول شي.
د یادونې وړ ده، چې د دې کلا لیدو ته د بهرنيو سیلانیانو په ګډون لسګونه زره داخلي سیلانیان هم راځي، چې ورسره د بست کلا ارزښت نورهم زیات شوی دی.
۱۲/۱۰/۱۴۴۶ ق