فراه کې له محلي رسنیو څارنه وشوه
د فراه ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو د دنیاى نو راډیو تلویزیون او نوای زن راډیو له نشراتو څخه څارنه او لیدنه وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور رياست د اطلاعاتو آمر د یادو رسنیو له فعالیتونو، څانګو او کارکوونکو څخه کتنه وکړه او مسؤلينو ته يې اړینې سپارښتنې ورته کړې.
نوموړي له خبریالانو او د رسنیو له مسؤلینو وغوښتل، چې خپرونې او نشراتي فعالیتونه دې د اسلامي امارت له تګلارې سره سم برابر کړي.
همدا راز خبریالانو او د رسنیو مسؤلینو د فراه د اطلاعاتو او کلتور ریاست له ملاتړ او همکارۍ څخه مننه وکړه.
۱۱/۱۰/۱۴۴۶ ق
