د اطلاعاتو او کلتور وزارت پلاوي د جهادي ارزښتونو د ساتنې لوی ریاست څخه لیدنه وکړه

panah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۹:۳۱
...

چهارشنبه( ۱۱ د شوال المکرم۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت اللّٰه جمال د مقام د دفتر د رئيس مولوي احسان اللّٰه حسان او د کارکوونکو چارو د رئيس مولوي نقيب الله نعمان په ملتيا د جهادي ارزښتونو د ساتنې لوی ریاست له کاري چارو څخه د ارزونې په موخه لیدنه وکړه.
پلاوي د ياد ریاست له بېلابېلو برخو او شعباتو د کاري چارو، فعالیتونو او لاسته راوړنو ارزونه وکړه او د چارو د بهبود لپاره يې له اړوندو مسؤلینو سره خبرې وکړې.
همدا راز د پلاوي غړو د جهادي ارزښتونو د ساتنې رياست د اړتیاوو له منځه وړلو او پرمختګ لپاره خپل نظریات شریک کړل.
په ورته وخت کې د جهادي ارزښتونو د ساتنې لوی رئیس مولوي ذبيح الله نوراني دغه ډول لیدنې د وزارت مقام او ریاست تر منځ د همږغۍ او ګډو هڅو د پراختیا لپاره مهمې وګڼلې او زیاته یې کړه؛ په دې سره به د جهادي ارزښتونو او فرهنګي چارو په برخه کې لا زیات پرمختګونه راشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۵:۲۱
Background image

لغمان کې د ژورناليستانو او خبريالانو د فکري، عقيدوي او مسلکي ظرفيت لوړونې يو ورځنی سیمینار ترسره شو

دغه سیمینار د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت له لوري د لغمان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په همکارۍ د عامه کتابتون د غونډو په تالار کې جوړ شوی و، چې د خپرونو چارو معين. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۵:۱۸
Background image

د هرات د جامع جومات د علمي او څېړنیزې ارزونې په موخه مشورتي غونډه ترسره شوه

د هرات د جامع جومات د علمي او څېړنیزې ارزونې په موخه د همغږۍ او مشورې غونډه د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسوولینو، د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د رئیسانو، د دارالعلومونو د مسوولینو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

د فرهنګ او هنر معین د اذربایجان له سفیر سره وکتل

چهارشنبه( ٢ د جمادی الاولی ١٤٤٨) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي په کابل کې د اذربایجان جمهوریت له سفیر ډاکټر الهام محمدوف سره وکتل او د فرهنګي او هنري. . .

BACK TO NEWS