د سرپل عامه کتابتون ته سلګونه ټوکه کتابونه ورکړل شول

tawana_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۵ - ۱۰:۵۷
ghj

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د عامه کتابتونونو ریاست د سرپل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست عامه کتابتون ته ۵۳۵ ټوکه بېلابېل کتابونه ورکړل.
د سرپل د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا عبدالغفار حقنما وویل: د دې ریاست عامه کتابتون د ځوانانو او د کتاب ‌مینوالو لپاره خلاص دی، تر څو له علمي او کلتوري منابعو څخه ګټه واخلي.
نوموړي ټینګار وکړ، چې مطالعه د ځوانانو د فکري او علمي ودې سبب کېږي او د ټولنې د پرمختګ لپاره مهم رول لري.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او ګرځندوی آمر وویل: دغه کتابونه د مطالعې کلتور د پیاوړتیا او د ځوانانو د علمي سویې د لوړولو په موخه دې ولایت ته لېږل شوي دي.
په ورته وخت کې د سرپل د والي د دفتر رئیس مولوي سلیمان وهاج د دې اقدام ستاینه وکړه او ځوانان یې د علم زده کړې او کلتوري پراختیا په برخه کې خپلو مسؤولیتونو ته متوجه کړل، نوموړي له ځوانانو وغوښتل، چې له دې فرصت څخه د خپلې پوهې د زیاتوالي لپاره ګټه واخلي.

۱۴۴۶/۹/۲۵ ل
۱۴۰۴/۱/۵ ل

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۳:۳۰
Background image

د الف نړیوالې مؤسسې استازو د ګڼو فرهنګي پروژو د پيل او دوام ژمنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي د الف نړیوالې مؤسسې له استازو کارلوس ادواردو او الکساندرا فایبیګ او د آغا خان موسسې د فرهنګي برخې مسؤل انجنیر میوندي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۳:۲۴
Background image

کندوز کې د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو، کتاب پلورونکو او لیکوالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د کندوز اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو، کتاب پلورونکو او لیکوالانو سره د کاپي رايټ (د چاپ حق) د خونديتوب په موخه ځانګړې ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۳:۲۰
Background image

د کتاب ‎ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

‏‎دوشنبه (۱۴۴۷ د ذوالقعده ۲۴مه) د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه  وشوه.
د غونډې په پيل. . .

BACK TO NEWS