کال د تاريخي آبدو، سيمو او لرغونو آثارو په برخه کې له لاسته راوړنو ډک و
د لغمان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي عبدالنور رسولي وايي: ۱۴۰۳ لمريز کال د تاريخي آبدو، سيمو او لرغونو آثارو په برخه کې دې رياست ته له لاسته راوړنو ډک و.
د نوموړي په وینا؛ د دې کال په جریان کې ۹ سیاحتي سیمې، ۲۷ تاریخي او لرغونې سیمې او لسګونه قلمه تاریخي آثار د دې ولایت په مرکز مهترلام او علینګار، علیشنګ او قرغیو ولسوالیو کې تثبیت او ترلاسه شوي دي، چې تاریخي آثارو کې ډبر لیکونه، مجسمې، غشي، نیزې، چپرکټ او نور مهم توکي شامل دي.
نوموړی وایي: د راتلوونکي کال په جریان کې به د دې ولایت ځینې مهمې تاریخي آبدې سراج قلعه، مهترلام بابا او میا عبدالکریم بابا زیارتونه چې ځینې برخې یې زیانمنې شوي بیاورغوي.
ښاغلی رسولي زیاتوي: د دې ترڅنګ مو ځوانانو ته په مرکز او ولسوالیو کې د فکري روزنې په برخه کې په ۱۱ پروګرامونو کار کړی دی او ۱۴۰ تنه رضاکاره ځوانان مو په بیلابیلو برخو کې د عامه پوهاوي لنډمهاله پروګرامونو ته ورپېژندلي دي او ۱۹۶ تنه بې وزله ځوانان مو په تخفیف سره خصوصي پوهنتونونو او کورسونو ته معرفي کړي دي.
۱۴۴۶/۹/۱۹ ق
۱۴۰۳/۱۲/۲۹ ل
