د روژې مبارکې میاشتې ته ځانګړی د کتاب نندارتون په هرات کې جوړ شو

panah_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۹ - ۱۳:۲۸
...

د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په همږغۍ او همکارۍ یو تن کتاب ‌پلورونکي د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت ځانګړی د کتاب نندارتون جوړ کړ.
د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست د هنر او کلتور آمر د دې نندارتون ملاتړ وکړ او هیله ‌یې وکړه، چې د سړک غاړې کتاب نندارتونونه که په دوامداره ډول جوړ شي، کولای شي د مطالعې کلتور ته وده ورکړي.
د یاد نندارتون جوړوونکی وایي: هڅه کوي چې د مطالعې دود عامولو او د خلکو کتاب ته د لاسرسي د زیاتولو په موخه هره میاشت د ښار په ګڼې ګوڼې سیمو کې د سړک غاړې نندارتونونه جوړ کړي. 
نوموړی زیاتوي؛ په دې نندارتون کې یې درې زره ټوکه کتابونه چې دیني، تاریخي، ادبي او د ټولنیزو علومو موضوعات رانغاړي، په تخفیف سره نندارې ته وړاندې کړي دي، تر څو خلک په روژه کې مطالعې ته وهڅول شي.
له بلې خوا د ښار اوسېدونکي او فرهنګيان د دا ډول نندارتونونو جوړېدل د کتاب ‌لوستنې د دود عامولو په برخه کې یو مثبت ګام بولي.

۱۴۴۶/۹/۹ ق
۱۴۰۳/۱۲/۱۹ ل

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

الینګار کې فکري او اصلاحي سیمنار ترسره شو

 د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او الصارم فکرې او فرهنګی اداري په ګډې همغږۍ الینګار ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنو ځوانانو ته د باطلو افکارو پېژندنې او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو ورځنی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

(د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو رئیس سمنګان ولایت ته د رسمي سفر په لړ کې، په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۰۰ ځوانانو ته (د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۱
Background image

زرنج ښار کې د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د زرنج عامه کتابتون په تالار کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم سیمینار ترسره شو.
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي. . .

BACK TO NEWS