جمهور رییس ته د هرات مصلی د پنځم منار د بیا رغاونې په اړه د آغا خان بنسټ ځوابیه لیک رسېدلی دی

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۱ - ۱۴:۳۰

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رییس محمد اشرف غني ته د هرات مصلی د پنځم منار د بیارغاونې په اړه د آغاخان فرهنګي عمومي مدیر ځوابیه لیک رسېدلی دی. په دغه لیک کې چې د افغانستان حکومت د غوښتنې په ځواب کې لیکل شوی راغلي چې اعلیحضرت شهزاده کریم آغا خان د افغانستان حکومت د دې وړاندیز هرکلی کوي او د هرات د مصلی د پنځم منار د بیارغاونې لپاره مو پر موږ له کړي باور څخه مننه کوو. اعلیحضرت دغه پروژه تائیدوي او ټینګار کوي چې ډېر ژر یې کارونه پیل شي. یاد لیک زیاتوي: آغاخان بنسټ د خپلو فرهنګي برنامو له لارې په هرات کې د عبدالله انصاري تیموري عبادتځای او د اختیارالدین ارګ رغاولي او د نهمې پېړۍ د بلخ نهه ګنبدي تاریخي جومات د ډېر پېچلي جوړښت د تحکیم په برخه کې یې هم کار کړی دی. په دې برخه کې لازمه تجربه او تخصص لري.
جمهور رییس غني د هېواد په مختلفو ځایونو په ځانګړي ډول هرات کې د فرهنګي او تاریخي ځایونو د بیارغاونې په برخه کې د آغاخان بنسټ د کارونو د ستایلو ترڅنګ وویل: یاد بنسټ د افغانستان حکومت سره په همغږۍ او همکارۍ ډېر فرهنګي او تاریخي آثار بیارغاولي چې مننه یې کوو.

 کابل / د لړم ٢١ مه / باختر

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۳۶
Background image

لغمان کې د سیرت النبي (ﷺ) کتاب لوستنې سیالۍ پایلې اعلان شوې

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او البرهان علمي او فرهنګي ادارې په ګډو همکاریو د سیرت النبي(ﷺ) کتاب لوستنې سیالۍ چې څه موده وړاندې د ۴۵۰ تنو ځوانانو ترمنځ ترسره شوې وه، پایلې اعلان او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۱۹
Background image

ګڼ شمېر زده کوونکو ته د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د عامه پوهاوي سیمینار ترسره شو

د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او فرهنگ ریاست لخوا د دغه ریاست ښوونیز مرکز ګڼ شمېر زده کوونکو ته د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه چې د خوښیو، خفګان او حج او عمرې څخه د راستنیدو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۴:۳۳
Background image

کندوز کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په ابادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ځوانانو چارو ریاست له لوري د کندوز ولایت اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د دغه ولایت، دشت‌ارچي ولسوالۍ اړوند د ملا قلي په سیمه کې (د اسلامي نظام په. . .

BACK TO NEWS