د فاریاب ولایت خطاطان وستایل شول
د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست هغه خطاطان، نقاشان او هنرمندان وستایل، چې د خطاطۍ او خوش نویسۍ په درې ورځني نندارتون کې یې ګډون کړی وو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي شمسالدین محمدي د خپلو خبرو پر مهال وویل: هنر د اسلامي او ملي کلتور د ترویج لپاره مهم رول لري، نوموړي هنرمندان وهڅول، چې دا ارزښتناک میراث وساتي او ویې پالي.
نوموړي زیاته کړه؛ چې خوش نویسي نه یوازې یو مهارت دی، بلکې د ټولنې د فرهنګي هویت یوه مهمه برخه هم ګڼل کېږي او باید لا ډېره وده ورکړل شي.
ورپسې هغو هنرمندانو ته مادي ډالۍ او معنوي ستاینلیکونه ورکړل شول، چې خپل هنري آثار یې په نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړي وو.
د یادونې وړ ده، چې د کلتوري میراث د خوندي ساتلو او مستند کولو لپاره ځینو خطاطانو او خوش نویسانو خپل ۱۵ هنري آثار د دې ریاست د آرشیف او نگارستان مدیریت ته ډالۍ کړل.
۱۴۴۶/۸/۲۸ ق
۱۴۰۳/۱۲/۹ ل
