د فاریاب د دولتي او خصوصي رسنیو د مسوولینو سره د همغږۍ ناسته وشوه

tawana_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۸ - ۱۰:۳۳
رلات

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست رئیس مولوي شمس الدین محمدي په مشرۍ د محلي خبریالانو او رسنیو مسوولینو سره د همغږۍ ناسته د رسنیو د ستونزو ارزونې او فرصتونو په موخه وشوه. 
د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور رئیس د خبریالانو له فعالیتونو څخه مننه وکړه او د رسنیو دنده یې په عامه پوهاوي کې مهمه وګڼله؛ هغه ټینګار وکړ چې خبریالان باید د حقیقت ویلو او دقیقو او مسوولانه راپورونو خپرولو هڅه وکړي او خپرونې یې باید د اسلامي نظام پالیسۍ او ملي ګټو سره سمې تنظیم کړي.
ښاغلي محمدي له ټولو هغو یوتیوپ چینلونو له مسوولینو وغوښتل چې د فعالیت جوازونه نه لري، باید د جواز ترلاسه کولو قانوني پروسه طی او فعالیت ترسره کړي.
په پای کې خبریالانو او د رسنیو مسوولینو هم په دې ناسته کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل چې د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور رئیس یې د حل ډاډ ورکړ.

۱۴۴۶/۸/۲۷ هـ .س
۱۴۰۳/۱۲/۸ هـ . ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۲
Background image

لغمان کې د خپرونو چارو معين د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي او پر ټوليزو رسنيو د څار رئيس مولوي صفي الله رائد لغمان ولايت ته د سفر پر مهال د دغه ولايت د رسنیو له مسؤلینو او خبريالانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۵:۲۱
Background image

لغمان کې د ژورناليستانو او خبريالانو د فکري، عقيدوي او مسلکي ظرفيت لوړونې يو ورځنی سیمینار ترسره شو

دغه سیمینار د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت له لوري د لغمان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په همکارۍ د عامه کتابتون د غونډو په تالار کې جوړ شوی و، چې د خپرونو چارو معين. . .

BACK TO NEWS