تخار کې له خبریالانو، د رسنيو له مسؤلینو او د امارتي ادارو له مطبوعاتي مسؤلینو سره د همږغۍ غونډه وشوه

tawana_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۵ - ۹:۱۲
tt

د تخار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري له خبریالانو، د رسنيو له مسؤلینو او د امارتي ادارو له مطبوعاتي مسؤلینو سره د همږغۍ غونډه وشوه.
د غونډې په پیل کې د تخار د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ذبیح‌الله انصاري د رسنیو پر اهمیت او د عامه ذهنیتونو په روښانه کولو کې د هغوی پر رول ټینګار وکړ، نوموړي له رسنیو وغوښتل، چې د روژې مبارکې میاشت کې ځانګړي دیني او د عامه پوهاوي پروګرامونه چمتو او خپاره کړي.
نوموړي وویل: رسنۍ کولای شي، د اسلامي کلتور د ترویج او د عامه پوهاوي په برخه کې مهمه ونډه واخلي.
په ورته وخت کې د تخار د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسؤل عبدالسمیع خاوري د اطلاعاتو او کلتور ریاست له همکارۍ خوښي وښوده او له رسنیو سره د یاد ریاست مثبت تعامل یې وستایه.

۱۴۴۶/۸/۲۴ ق
۱۴۰۳/۱۲/۵ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS