لغمان کې لسګونه تاریخي ساحې سروې او ثبت شوې
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغونپوهنې ریاست مسؤلین وايي: چې د دې ریاست تخنیکي پلاوي د لغمان ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۲۷ لرغوني ساحې سروې او ثبت کړې.
د لرغونپوهنې رئیس ذبیح الله سادات وویل: د یاد ریاست مسلکي پلاوي د لنډ مهالي ماموریت پر مهال د لغمان ولایت په مرکز او ولسوالیو کې دغه تاریخي ساحې تثبیت کړې، چې له ډلې يې درې لرغونې ساحې په مهترلام ښار، شپږ لرغونې ساحې په قرغهیو، څوارلس لرغونې ساحې په علینگار او څلور لرغونې ساحې په علیشنگ ولسوالۍ کې سروې، ثبت او پېژندل شوې دي.
همداراز، په علیشنگ ولسوالۍ کې درې کتیبې هم موندل شوي، چې د براهمي سارادا رسم الخط لري، دا کتیبې تر اوسه نه دي لوستل شوي او لا زیاتو څېړنو ته اړتیا لري، سروې شوې ساحې زیاتره له اسلام نه مخکې دورې پورې تړاو لري، چې د بوداییزم د موریایي او کوشاني واکمنیو پورې اړه لري.
ښاغلي سادات زیاته کړه؛ د لرغونپوهنې ریاست مسلکي پلاوي د ولسواليو له مسؤلینو او ځايي اوسېدونکو سره د تاريخي آثارو او لرغونو ساحو د اهميت په اړه خبرې کړي دي، تر څو د دې آثارو چې د ملي هويت ښکارندویي کوي، له تخريب او قاچاق څخه مخنيوی وشي.
۱۴۴۶/۸/۲۳ ق
۱۴۰۳/۱۲/۴ ل
