لښکرګاه کې له ځوانانو سره د همږغۍ غونډه او مياشتنۍ مشاعره وشوه
د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري مرکز لښکرګاه ښار کې د ګڼ شمېر ځوانانو او قلموالو سره د اطلاعاتو د آمر مولوي شیر محمد وحدت په مشرۍ د همږغۍ غونډه وشوه.
په دې غونډه کي د اطلاعاتو د آمر تر څنګ د امنیه قومندانۍ ویاند ملا عزت الله حقاني، د اطلاعاتو او کلتور ریاست آمرینو، ټولو کارکوونکو، مسؤلینو، ګڼ شمېر قلموالو او ځوانانو ګډون درلود.
په پیل کي د اطلاعاتو آمر ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ په خپله هر اړخیزه وینا کې وویل: قلمواله مبارزه یو خورا دروند نوم دی او هر چا ته دا نوم نه ورکول کیږي، تر څو په تمامه مانا د اطاعت، نرمې ژبې، قوي استدلال، حسن باور، خپل لیدلوری پېژندل، د تعصب څخه ډډه کول او له مسایلو سره احساساتي نه بلکي منطقي برخورد لرلو په ګاڼو سمبال شوی نه وي، باید ټول ځوانان او قلموال په پوره اخلاص او خپل منځ کي د قوي همږغۍ له مخې کار وکړي، تر څو مو په بشپړه توګه د اسلامي نظام او ملت خدمت تر سره کړی وي.
همدا راز د اطلاعاتو او کلتور ریاست میاشتنۍ مشاعره د یاد ریاست د کلتور او ګرځندوی د آمر مولوي سلطان محمد حنیف په مشرۍ مرکز لښکرګاه ایوب خان مېنه کې وشوه.
د کلتور او ګرځندوی آمر ښاغلي حنیف وويل: اوس هغه وخت را رسېدلی چې د ټوپک ترڅنګ قلم او فکري پياوړتيا ته زياته پاملرنه وشي، ځکه عصري نړۍ تر ډېره په سيسټم او ټکنالوژۍ سيالي کوي او د دې کار لپاره بايد د قلم خاوندان خپل قلمونه تاند وساتي، ترڅو مو ځوانان په اسلامي روحيه وروزل شي.
نوموړي د هلمندي شاعرانو څخه غوښتنه وکړه، چې په خپلو شعرونو کي د هيواد د ابادۍ، نوښتونو، پرمختګونو، اسلام او نظام په ګټه پيغامونه خپاره کړي، ترڅو ټولنې او نړۍ ته يو مثبت پيغام ورسېږي، د داسې ليکنو او شعرونو څخه ډډه وکړي، چي د اسلام او ټولنې په زيان وي.
په مشاعره کي شاعرانو، نعت ویونکو او ترانه ویونکو خپل ترتیب شوي شعرونه، ترانې او نعتونه وړاندې کړل او د اورېدوونکو هنري تنده يې ورباندې خړوبه کړه.
۱۴۴۶/۸/۲۳ ق
۱۴۰۳/۱۲/۴ ل
