د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين له جهان ‌نما باغ څخه لیدنه وکړه

tawana_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳۰ - ۱۴:۳۹
بیس

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت‌الله جمال د یو پلاوي په مشرۍ او د سمنګان د اطلاعاتو او کلتور د رئیس مولوي فیروزالدین منیب په ملتیا د خلم ولسوالۍ له تاریخي آبدې جهان ‌نما باغ څخه لیدنه وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي فیروزالدین منیب د دې تاریخي آبدې په اړه وویل: جهان ‌نما باغ په ۱۲۳۶ لمریز کال کې د امیر عبدالرحمان خان له لوري جوړ شوی دی، دغه باغ چې ۷۰ جریبه ځمکه لري، په ۱۳۸۳ لمریز کال کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته وسپارل شو، په دې ځای کې د یوناني، باختري، کوشاني او اسلامي دورو ۷۰ تاریخي آثار، د معاصرو پاچاهانو سکې او نور لرغوني توکي ساتل کېږي.
ښاغلي مولوي قدرت‌الله جمال هم د تاریخي آبدو د ساتنې پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل: تاریخي آبدات زموږ د هېواد ارزښتناک تمدني میراث دی، چې د هېواد د تاریخ، کلتور او تمدني ارزښتونو انعکاس کوي.
نوموړي د کلتوري میراثونو د ساتنې په برخه کې د ټولو خلکو پر ګډ مسئولیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه؛ ټول مکلف یو چې د هېواد د تاریخي آبدو په ساتنه کې فعال ګډون وکړو، تر څو دا ارزښتناک آثار راتلونکو نسلونو ته په سمه توګه انتقال شي.

۱۴۴۶/۸/۱۹ ق
۱۴۰۳/۱۱/۳۰ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS