د نیمروز ولایت د امارتي ادارو د ویندویانو سره د همږغۍ ناسته ترسره شوه

tawana_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۵ - ۲۰:۱
Ghi

د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس الحاج مفتي حبيب‌ الله الهام د نيمروز د ټولو امارتي ادارو له نشراتي او مطبوعاتي استازو او ویاندویانو سره د دوه اړخيزو همکاریو د رامنځته کولو او اړېکو د پياوړتيا په تړاو ناسته وکړه.

 

د اطلاعاتو او کلتور رئیس الحاج مفتي حبیب‌الله الهام د ښه راغلاست ترڅنګ يادو کسانو ته په خطاب کې وویل: تاسي د خپلو ادارو د فعاليتونو او کړنو د انعکاس په ترڅ کې ټولنه ښه لوري ته سوق کولای سئ او لازمه ده تر څو پر ټاکلي وخت سره د ولسونو سره هغه معلومات شریک کړئ چي پکښي ولسونو ته د خوشحالۍ سربېره د آبادۍ، بيارغونې او د هیواد سمسورتیا ته د ژمنتیا هېله هم روښانه سي.

ښاغلي الهام زیاته کړه د اسلامي امارت پالیسي څرګنده ده همدې پالیسۍ ته په پام سره خپلې نشراتي کړنې سر ته ورسوئ او هڅه وکړئ ترڅو د ولسونو ترمنځ پيوستون، يووالی او مينه زیاته سي.

 

په دې ناسته کې د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست د اطلاعاتو آمر محمدظریف يوسفزي په نشراتي برخه کې د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله فرامین او د ریاست الوزراء د عالي مقام احکام له ګډونوالو سره شریک کړل او همدارنکه د خبر او راپور ليکلو، لیږلو او په دې برخه کې اړوند مشورې او اصولي کړنلارې بیان کړې له دوی څخه يې هېله وکړه تر څو اطلاعات پر ټاکلي وخت ترتیب او نشراتي پالیسۍ ته په کتلو سره نشر ته وسپارل سي.

۱۴۴۶/۰۸/۱۴ ھ ق

۱۴۰۳/۱۱/۲۵ ھ ش

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۶
Background image

د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او ټولنیزو رسنیو فعالانو ترمنځ د عامه پوهاوي ، د واقعیتونو رسنیز کولو او د ولسونو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د ټولنیزو رسنیو د رول. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۲:۲
Background image

کندهار کې د استاد محمد معصوم هوتک د علمي او ادبي خدمتونو په وياړ ستاينغونډه جوړه شوه

د کندهار اطلاعاتو او فرهنګ رياست د کندهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي، میرویس نیکه پوهنتون او کندهار تحقیقاتي مرکز په همکارۍ د احمد شاه بابا په تاریخي کور کې د نومیالي ليکوال او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۹
Background image

د فیروزکوه موسسې مسؤلینو د بامیانو اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سره د همغږۍ ناسته وکړه

د فیروزکوه نړیوالې موسسې عمومي رئیس هري وارډل، په افغانستان کې د دغې موسسې رئیسې او د شش پل کاروان‌سرای د بیارغونې پروژې مسؤل د بامیانو اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس قاري سید مصطفی صالح سره. . .

BACK TO NEWS