د جهادي ارزښتونو د ساتنې په اړه د بېلابېلو ادارو له استازو سره د همغږۍ غونډه وشوه

panah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۳ - ۱۳:۳۸
...

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رهبرۍ له لوري د جهادي ارزښتونو د ساتنې په اړه د ځینو نورو ادارو له استازو سره د همغږۍ غونډه  وشوه.
غونډه کې د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال، د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي، د هنر او فرهنګ معین مولوي عتیق الله عزیزي، د ځوانانو چارو معین قاري محمد یونس راشد، د جهادي ارزښتونو د ساتنې عمومي رئیس مولوي ذبیح الله نوراني، د چارو ادارې لوی ریاست، دفاع وزارت او کورنیو چارو وزارت استازو ګډون کړی وو.
په پیل کې د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال د جهادې ارزښتونو د ساتنې د ارزښت او اهمیت په اړه هر اړخیز معلومات شریک کړل او د بېلابېلو ادارو استازو ته یې د جهادي ارزښتونو د ساتنې په برخه کې لازمې سپارښتنې وکړې. 
ورپسې د هنر او فرهنګ معین مولوي عتیق الله عزیزي د جهادي ارزښتونو عمومي ریاست او د هغه د فعالیتونو  په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: چې له دغه ریاست سره باید په بېلابېلو برخو کې همکاري وشي، تر څو د تېر شل کلن جهاد آثار په سمه توګه خوندي او وساتل شي.
د جهادي ارزښتونو د ساتنې عمومي رئیس مولوي ذبیح الله نوراني د بېلا بېلو ادارو له استازو څخه وغوښتل چې د یاد ریاست سره د جهادي ارزښتونو د ساتنې او جهادي آثارو په راټولولو کې بشپړه همغږي او همکاري وکړي. 
د یادونې وړ ده چې د ادارو راغلو استازو د جهادي ارزښتونو د ساتنې او جهادي آثارو راټولولو په برخه کې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

۲۰۲۵/۲/۱۱ ھ ق
۱۴۰۳/۱۱/۲۳ ھ ش

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

الینګار کې فکري او اصلاحي سیمنار ترسره شو

 د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او الصارم فکرې او فرهنګی اداري په ګډې همغږۍ الینګار ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنو ځوانانو ته د باطلو افکارو پېژندنې او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو ورځنی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

(د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو رئیس سمنګان ولایت ته د رسمي سفر په لړ کې، په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۰۰ ځوانانو ته (د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۱
Background image

زرنج ښار کې د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د زرنج عامه کتابتون په تالار کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم سیمینار ترسره شو.
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي. . .

BACK TO NEWS