۵۰ تنه ځوانان د ویناوالۍ او شخصیت جوړونې له زده کړو فارغ شول

wares_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۲ - ۱۰:۱۸
…

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست ځوانانو چارو آمریت له لوري په کلتور ښوونیز مرکز کې ۵۰ تنه ځوانان د ویناوالۍ او شخصیت جوړونې زده کړې څخه د یوې غونډې په ترڅ کې فارغ شول.

 په ياده غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست په استازولۍ د فرهنګ آمر سید امرالله امید یادو ځوانانو ته د مبارکۍ ورکولو ترڅنګ وویل:د افتخار ځای دی، چې زموږ ځوانان ورځ تر بلې د تعلیم ترلاسه کولو لپاره کوټلي ګامونه اخلي او د هېواد د روښانه راتلونکې لپاره هڅې کوي.

همداراز ښاغلي د یادې برنامې له استاذانو مننه وکړه، چې د ځوانانو په روزنه کې له دوی سره په وړیا ډول همکاري کوي.

په پای کې فارغینو ته د مسوولینو له لوري بری لیکونه  ورکړل شول.


۱۴۴۵/۸/۲۸ھ ش
۱۴۰۲/۱۲/۲۰ھ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۰
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د جمادي‌الاول ۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

د ۱۷ مې ګڼې او ۲ ګڼه فرامینو په اړه د عامه پوهاوي هڅې روانې دي

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ناسمو رواجونو د مخنیوي او په دې اړه د خلکو د عامه پوهاوي لوړولو په موخه د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې او ۲مې ګڼې فرامینو د محتوا په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د هرات د تاریخي کوترخونو پر ساتنې او بیارغونې ټینګار وشو

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولین وایي، چې د هرات ولایت تاریخي کوترخونې د دودیزې معمارۍ د ارزښتمن میراث یوه برخه ده، چې د کرنې او د مرغانو د ساتنې په برخه کې د پخوانیو خلکو د. . .

BACK TO NEWS