۳۳ تنه ځوانان د کمپیوټر له ۶ میاشتني زده کړو ترلاسه کولو وروسته فارغ شول

wares_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۹ - ۱۲:۱۷
.....

تېره ورځ (۱۶ رجب المرجب ۱۴۴۵ هـ ق) د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست ښوونیز مرکز کې ۳۳ تنه ځوانانو ته د کمپیوټر (CIT) پروګرام له ۶ میاشتني زده کړو ترلاسه کولو وروسته د یوې غونډې په ترڅ کې د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
یاده فراغت غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاري احسان الله ساجد فارغ شویو ځوانانو ته د مبارکۍ ورکولو ترڅنګ د یاد مرکز له استادانو هم مننه وکړه، وې ویل: اوسنی نظام هڅه کوي ټولو هېوادوالو ته په بېلابېلو برخو کې د زده‌کړو ترلاسه کولو شونتیا برابره کړي.
قاري ساجد وویل: اوسمهال د اطلاعاتو او کلتور ریاست ښوونیز مرکز کې ۵۰۰ هغو ځوانانو ته چې له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي، په وړیا ډول د زده‌کړو امکانات برابر کړي او عملاً پر زده کړو بوخت دي.
په مراسمو کې څو تنو فارغو ځوانانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له مسوولینو مننه وکړه، چې په وړیا ډول یې بې وزلو ځوانانو ته په مختلفو برخو کې د زده‌کړو امکانات برابر کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د ده ‌سبز ولسوالۍ په ګڼو سیمو کې د ۱۷ مې ګڼې فرمان اړوند بینرونه نصب شول

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کابل ولایت په ده ‌سبز ولسوالۍ کې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷ مې ګڼې فرمان اړوند ګڼ شمېر بینرونه نصب شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسؤلینو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۴۹
Background image

ځوانان د نظام په ټینګښت او د هېواد په آبادۍ کې اساسي مسؤولیت لري

دغه څرګندونې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ځوانانو چارو رئیس مولوي محمد داوود آغا هاشمي د (اسلامي د نظام په ټینګښت او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم جوزجان کې په جوړ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

الینګار کې فکري او اصلاحي سیمنار ترسره شو

 د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او الصارم فکرې او فرهنګی اداري په ګډې همغږۍ الینګار ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنو ځوانانو ته د باطلو افکارو پېژندنې او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو ورځنی. . .

BACK TO NEWS