کنړ کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې لومړۍ غونډه جوړه شوه  

wares_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۴ - ۱۴:۱۶
.....

تېره ورځ کنړ کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کميټې لومړۍ غونډه د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي نجیب الله حنیف په مشرۍ ترسره شوه. 
دا چې له بهرنيو هېوادنو څخه د بيرته راستنېدونکوکډوالو راتګ پېل شوی،نو د دوی هر ډول ستونزو ته د لاسرسي په موخه عالیقدر امير المومنين  حفظه الله په حکم کړنلاره په (۸) فصلونو او (۳۱) مادو کې جوړه شوې،چې له مخې يې په کابل کې د ریاست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د (۲۴) وزارتونو او ادارو د مسوولينو کمېسيون تشکيل شوی،چې ياد کمېسيون په خپل تشکيل کې دولس بېلابېلې کمېټې لري،چې اړونده کمېټې په ولايتونو کې هم بايد جوړې شي.
په همدې اساس د کونړ د اطلاعاتو او کلتور ريس مولوي نجيب الله حنيف په مشرۍ د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه جوړه شوه او لومړنۍ ناسته يې ترسره کړه.
په دې ناسته کې پرېکړه وشوه،چې هر پنځلس ورځې وروسته به غونډه کوي او د خپلو کړنو راپور به د کمېټې مشر او غړو ته وړاندې کوي، د کمېټې غړو ژمنه وکړه،چې راتلونکې ناسته کې به يې راپور  په ليکلي ډول ګډونوالو سره شريک کړي:
 د کونړ داطلاعاتو او کلتور ريس مولوي نجیب الله حنیف،چې د يادې کمېټې مشر هم دی وويل:موږ به د کډوالو په اړه د مرستو،همکارۍ او لاسنيوي په پار راپورونه د کونړ په جريده او باختر اژانس کې خپاره کړو او د ځوانانو بېلابېلو ناستو په لړ کې به عامه پوهاوی وکړو،څو راغلو کډوالو سره د مرستې چارې په سم ډول ترسره شي.

۱۴۴۵/۷/۱ هـ ق
۱۴۰۲/۱۰/۲۳ هـ ش

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

اله سای ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د اله سای ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۷
Background image

پروان کې د  توپ درې سټوپې تاریخي سیمې د ساتنې په موخه غونډه وشوه

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د  توپ درې سټوپې په تاریخي سیمه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت او ساتنې په موخه غونډه وشوه، چې پکې د ولایت مقام استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۶
Background image

د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او ټولنیزو رسنیو فعالانو ترمنځ د عامه پوهاوي ، د واقعیتونو رسنیز کولو او د ولسونو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د ټولنیزو رسنیو د رول. . .

BACK TO NEWS