کندوز کې (ملي پیوستون کې د خلکو او حکومت مسؤلیتونه) په نوم لویه غونډه ترسره شوه

panah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۹:۲۰
...

د کندوز ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت په همغږۍ او د افغانستان د خلکو غږ مؤسسې په مالي ملاتړ د شمال ختیځ زون په کچه د (ملي پیوستون کې د خلکو او حکومت مسؤلیتونه) په نوم ستره غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې د کندوز د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي ګل‌محمد الیاس، د ګل‌ تپې ولسوالۍ ولسوال مطیع‌الله روحاني، د ځوانانو چارو آمر قاري داد محمد منصور، د شمال ختیځ زون ولایتونو د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو مسؤلینو، ګڼ شمېر ځوانانو، خبریالانو او د امارتي ادارو استازو ګډون کړی و.
غونډې ته د وينا پرمهال د کندوز د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي ګل‌محمد الیاس وویل: د اسلامي نظام تر سیوري لاندې، د مسؤلینو او رعیت ترمنځ هېڅ توپیر نشته، نوموړي د ملي پیوستون او اسلامي ورورولۍ په ارزښت هم ټينګار وکړ.
په دې غونډه کې د بدخشان او بغلان ولایتونو د اطلاعاتو او کلتور رئیسانو ذبیح‌الله امیري او سید مصطفی هاشمي هم خبرې وکړې او د غونډې د ترسره کولو په برخه کې یې د افغانستان د خلکو غږ مؤسسې د هڅو ستاینه وکړه، دوی د ملي پیوستون، اتحاد او اسلامي وحدت په اړه ګډونوالو ته مهم پیغامونه وړاندې کړل.
غونډه د دعا په لوستلو سره پای ته ورسېده.

۱۴۴۶/۵/۲۵ هـ ق
۱۴۰۳/۹/۷ هـ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS