کندوز کې د ناسمو رواجونو د مخنیوي په موخه د سیمه‌ییزو رسنیو او خبریالانو د ونډې په اړه غونډه وشوه

panah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۹:۷
....

د کندوز ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له ‌لوري د سیمه ‌ییزو رسنیو مسوولینو او خبریالانو سره غونډه جوړه شوه، چې موخه یې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د هغه فرمان تشریح وه، چې د خېښیو، ودونو، مصیبتونو او له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو او له شریعت سره په ټکر کې رواجونو د مخنیوي په اړه صادر شوی دی.
د ځوانانو چارو آمر د امیرالمؤمنین حفظه الله فرمان له شرعي، ټولنیز او فرهنګي اړخونو تشریح کړ. نوموړي وویل: اسلام د منځلاریتوب دین دی، زموږ ټولنیز پروګرامونه باید له اسراف، ناروا رواجونو، موسیقۍ، ګډو نڅاوو او نورو ناسمو دودونو پاک وساتل شي، د هغه په وینا دا نه یوازې شرعي فریضه ده، بلکې د ولس مادي او معنوي سوکالي پکې نغښتې ده.
همدا راز د اطلاعاتو آمر له اطلاعاتو او کلتور رياست سره د سیمه ییزو رسنیو او خبریالانو تلپاتې همکارۍ وستايلې او غوښتنه یې وکړه، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د دغه فرمان د خپرولو په برخه کې هم د ټولنيز مسؤليت له مخې همکاري وکړئ، تر څو خلکو ته عامه پوهاوی وشي. 
د غونډې په پای کې د سیمه ‌ییزو رسنیو مسؤلینو او خبریالانو ژمنه وکړه، چې په یاده برخه کې به فعاله ونډه اخلي او د اسلامي ارزښتونو د ترویج لپاره به خپل رسنیز مسؤلیت ادا کوي.

۱۴۴۷/۱/۷ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

اله سای ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د اله سای ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۷
Background image

پروان کې د  توپ درې سټوپې تاریخي سیمې د ساتنې په موخه غونډه وشوه

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د  توپ درې سټوپې په تاریخي سیمه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت او ساتنې په موخه غونډه وشوه، چې پکې د ولایت مقام استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۶
Background image

د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او ټولنیزو رسنیو فعالانو ترمنځ د عامه پوهاوي ، د واقعیتونو رسنیز کولو او د ولسونو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د ټولنیزو رسنیو د رول. . .

BACK TO NEWS