کندوز زون کې له سلګونه تنو څخه د فریلانسېنګ ازموینه واخیستل شوه
سه شنبه ( ۱۴ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د کندوز ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو آمریت د اکتید مؤسسې په همکارۍ په کندوز زون کې له سلګونه تنو ځوانانو څخه د فریلانسېنګ یا (انلاين کار او تجارت) په برخه کې ازموینه واخیستل شوه.
د کندوز ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ځوانانو چارو آمر قاري داد محمد منصور وويل: نن د کندوز زون سربېره په تخار، بغلان او بدخشان ولایتونو کې هم د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د ځوانانو چارو امریتونو لهخوا په یاده برخه کې ازموینه ترسره شوه چې پکښې سلګونه تنه ځوانانو ونډه اخيستې وه.
د ښاغلي منصور په وینا؛ ازموینې کې به په هر ولايت کې ۶ - ۶ تنه بریالي کېږي چې دغه بریالي کسان به په کندوز زون کې د فریلانسېنګ یا انلاين کاروبار روزنیز پروګرام په برخه کې زدکړې ترلاسه کوي.
د یادونې وړ ده چې د فريلانسېنګ (آنلاین کاروبار) لومړنی درې میاشتنی تخصصي پروګرام د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معینیت له لوري د ځوانانو د اقتصادي پرمختګ په موخه ترسره شو، چې په کې د هېواد اوو ولایتونو لپاره ۴۲ مسلکي استادان د (آنلاین تجارت) په مهمو برخو کې روزل شوي دي، چې په دې پروګرام کې د کندوز زون په کچه ۶ تنه استادانو هم برخه اخیستې وه، چې یاد شمېر استادانو له درې میاشتو زدکړو وروسته نن په کندوز زون کې د فریلانسېنګ روزنیز پروګرام پیل کړ.
۲۰۲۴/۴/۲۳ میلادي
۱۴۰۳/۲/۴ هــ ل