کندهار کې زده کوونکو ته د کانکور آزموينې اړوند عامه پوهاوی ورکړل شو
چهارشنبه ( ۲۶ د ذوالحجې ۱۴۴۵ ) د کندهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست اړوند د ځوانانو چارو آمريت له لوري د دولسم ټولګیو څخه فارغ شويو زده کوونکو ته د کانکور آزمويني په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو.
دغه زده کوونکي چې شمير يې لسګونو تنو ته رسيده، د کانکور آزمويني اړوند ځانګړی ليکچر ورکړل شو، تر څو په آزموينه کې د لوړو زده کړو په موخه د پوهنځي د انتخاب ترڅنګ صحيح کوډونه او انتخابونه وکړي.
د يادونې وړ ده، چې سږ کال د کندهار ښار په ګډون له ولسواليو څخه ۳۲۶۳ تنه زده کوونکي له دولسم ټولګيو څخه فارغ شوي دي، چې اوس مهال د لوړو زده کړو په موخه د کانکور آزموينې ته انتظار باسي.
۱۴۰۳/۴/۱۴ ھ ش
۲۰۲۴/۷/۴ ميلادي
