کندهار کې د ( ښه کتاب، ښه ژوند) په نامه د کتابونو نندارتون پرانسته وشوه

wares_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۱ - ۱۲:۱۰
.....

یاد درې ورځنی نندارتون چې د سنو فارما او روشن مخابراتي شرکت په همکارۍ  په قلم او کتاب مارکیټ کې جوړ شوی، په مختلفو موضوعاتو لیکل شوي زرګونه ټوکه کتابونه او تر ۱۰۰۰ زیاتې بېلابېلې جايزې پکي په  پام کي نیول شوي، چي د کتاب پېریدونکو ته به ورکول کیږي او نندارتون به د سه شنبې تر ورځې دوام ولري.
د نندارتون په پرانېست غونډه کې د کندهار مرستیال والي الحاج مولوي حیات الله مبارک، د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي انعام الله سمنګاني، د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکايتونو اورېدو رئیس الحاج مولوي عبدالحی عمري، د پوهنې رئیس مولوي فخرالدین نقشبندي، ډېرو نورو مسئولینو، علماو کرامو، لیکوالانو، شاعرانو،  عامو خلګو او  ځوانانو برخه اخېستې وه.
ښاغلي سمنګاني ټولو مېلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل: د خوشحالۍ ځای دی، چې په داسي خدمت بوخت یو، چي د ولس او کتاب تر منځ رابطه په کې پیاوړې  کیږي، د هغه په وینا؛ کومو ټولنو چي پرمختګ کړی، د کتاب ارزښت ئې پيژندلی، ښه کتاب د ښه ژوند برابرولو سره مرسته کوي.
د نوموړي په وینا؛ دغه نندارتون د ملي نندارتون له پاره پېلامه ده او هڅه کوو، تر څو په راتلونکي کې ملي نندارتون هم جوړ کړو، د سنوفارما، روشن مخابراتي شرکت او د قلم او کتاب مارکیټ له مسئولینو ئې مننه وکړه، چي د یاد نندارتون په جوړولو کي ئې ورسره هر اړخیزه همکاري کړې ده.
 وروسته د پټۍ په پریکولو سره د زرګونو جلده کتابونو د پېرلو او پېردونکو ته د بېلابیلو جایزو ورکړه شروع شوه. 
۱۴۴۵/۶/۱۸ هـ ق
۱۴۰۲/۱۰/۱۰ هـ ش

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۱:۴۷
Background image

لوګر زندان کې د (اهل سنت والجماعت عقیده) کتاب لوستنې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د الکوثر فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همکارۍ د دې ولایت زندان کې د ۲۵۰ زندانیانو ترمنځ د (اهل سنت والجماعت عقیده) کتاب لوستنې سیالۍ ترسره شوې وه، چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۱۴
Background image

سرپل کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤولیت) په نوم روزنیز سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ځوانانو چارو ریاست له لوري د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ ۲۰۰ تنو ځوانانو ته د سرپل ولایت د عامه کتابتون په تالار کې د (اسلامي نظام په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۴۸
Background image

جوزجان کې (افغانستان د فرهنګي بډاینې پر لور) په نوم یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت او د جوزجان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ګډې همکارۍ، د اسلامي ارزښتونو د ساتنې، د هېواد د اصیل فرهنګ او تاریخ د معرفي کولو او د. . .

BACK TO NEWS