کندهار کې د ( ښه کتاب، ښه ژوند) نندارتون کې زرګونه ټوکه کتابونه پېرل شوې
په کندهار ولايت کې د ( ښه کتاب، ښه ژوند) نندارتون کې د ګډونوالو له لوري تر دې مهاله زرګونه ټوکه کتابونه پېرل شوي دي.
یاد نندارتون چې د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د مطالعې د دودولو په موخه په قلم او کتاب مارکیټ کې د یکشنبې په ورځ پرانېستل شوی، نن سه شنبه به هم دوام ولري.
د اطلاعات او کلتور رئیس مولوي انعام الله سمنګاني وويل: د نندارتون له جوړولو څخه يې موخه په ټولنه کې د مطالعې دودول او د کتاب او خلکو ترمنځ فاصله له منځه وړل دي، ځکه کتاب لوستنه ژوند ته پرمختګ ورکوي او مطالعه باید د خپل ژوند برخه وګرځوو.
۱۴۴۵/۶/۹ هـ ق
۱۴۰۲/۱۰/۱۱ هـ ش
