کندهار کې د ځوانانو د وړتيا او ظرفيت لوړونې سيمنار جوړ شو
چهارشنبه ( ۱۱ د محرم الحرام ۱۴۴۶ ) د کندهار ولايت د اطلاعات او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمر حافظ حمدالله سعيد په خپلو خبرو کې وویل: چې د ځوانانو چارو آمريت او د YHDO مؤسسې په ګډه همکارۍ د ځوانانو د وړتيا او ظرفيت لوړونې په موخه يو ورځنی سيمنار جوړ شو، چې لسګونو ځوانانو پکښي ګډون کړی وو.
د ښاغلي سعيد په وينا، په ياد سيمنار کې د ځوانانو پر ښه راتلونکي او په ورځنيو چارو کې د دوی پر ګډون بحث وشو او ځوانانو ته وويل شول، چې د تعليم ترڅنګ په مجلسونو کې ګډون کول، خورا اغیزمن دي.
د يادولو وړ ده، چې د ځوانانو چارو آمريت ځوانانو ته د علمي، تشويقي او ادبي سمينارونو د جوړولو تر څنګ دا مهال په روزنيز مرکز کې سلګونو ځوانانو ته د عربي، ترکي، انګليسي او کمپيوټر زده کړې درسونه په وړيا ډول تدريسوي.
۱۴۰۳/۴/۲۸ ھ ش
۲۰۲۴/۷/۱۸ ميلادي
