کندهار کې د يوشمېر تاریخي آبدو د بيا ترميم په موخه سروې وشوه
سه شنبه ( ۲۵ ذوالحجه ۱۴۴۵ ) کندهار ولايت کې له پنځو تاریخي آبدو څخه د بيا ترميم په موخه لومړۍ سروې تر سره شوه.
د اطلاعاتو او کلتور رياست د هنر او فرهنګ آمر عبدالشکور څپاند وويل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه راغلي د انجينرۍ پلاوي د فرقې شهيدانو مقبرې، سليمان اخند مار، چهل زينو، حضرت جي بابا او سرپوښه بازار د بيا ترميم په موخه لومړۍ سروې تر سره کړه، چې وروسته به يې چاري د اطلاعاتو او کلتور وزارت په هدايت سره پيل شي.
د اسلامي امارت په راتګ سره کندهار کې د ډيرو تاريخي سيمو او آبداتو د بيا ترميم چاري پيل شوي دي، چې له جملې څخه يې د ميرويس نيکه مقبره، زرغونې انا مقبره، احمد شاه بابا مقبره او احمدشاهي حوض چاري بشپړې شوي او د احمدشاه بابا د کور د بيا ترميم چارې روانې دي.
۱۴۰۳/۴/۱۳ ھ ش
۲۰۲۴/۷/۳ ميلادي
