کندهار کې د لوړو زده کړو مؤسسې سره علمي تړون لاسليک شو

tawana_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۶ - ۱۰:۱۲
lk

د کندهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمريت د ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې سره په دوو پوهنځيو کې د ځوانانو د جذبولو په موخه علمي تړون لاسليک کړ.
د اطلاعاتو او کلتور رياست اړوند د ځوانانو چارو آمر حافظ حمدالله سعيد وویل: د ځوانانو چارو آمريت د ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې سره په حقوقو، سياسې علومو او نړيوالو اړيکو کې په ۷۳ سلنه تخفيف سره يو تړون لاسليک کړ، چې علاقمند ځوانان به د کانکور په ازموينې کې چې د سنبلې مياشتې په دويمه نېټه اخيستل کېږي، تر بريالي کېدو وروسته په يادو پوهنځيو کې په فيس کې د تخفیف سره زده کړې کوي.
د يادونې وړ ده، چې علاقمند ځوانان به د ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې ته د ځوانانو چارو آمريت له لوري ورپېژندل کېږي.

۱۴۴۶/۲/۲ ھ ق 
۱۴۰۳/۵/۱۶ ھ ل

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

پکتیکا کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د پکتیکا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دیني او عصري علومو بېلابېلو کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې شاوخوا ۴۰۰ ټوکه کتابونه پکې نندارې ته اېښودل شوي وو.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۴۸
Background image

د رسنیزو چارو پیاوړتیا په موخه د سیمه‌ییزو رسنیو له خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

 د کونړ اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د رسنیزو چارو پیاوړتیا په موخه د سیمه‌ییزو رسنیو له خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وویل: اسلامي امارت هڅه کوي، چې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۲:۴۳
Background image

د سیاحتي، زیارتي، روغتیایي، حج او عمرې شرکتونو اتحادیو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې درې ورځنی سیمینار پیل شو

شنبه (۱۴۴۷ د ذوالقعده الحرم ۲۹مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت اړوند د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا ریاست د ټوریزم او هوټلدارۍ انسټیټیوټ د سیاحتي، زیارتي،. . .

BACK TO NEWS