کندهار کې د طلوع افغان جريدې اړوند علمي سيمنار تر سره شو
سه شنبه (۲۴ د شعبان ۱۴۴۵) د کندهار په اطلاعاتو او کلتور رياست کې د طلوع افغان جريدې اړوند علمي سيمينار کې د اطلاعات او کلتور رئيس مولوي انعام الله سمنګاني تر څنګ، استاد حيات الله رفيقي، ليکوال نعمت الله شاکر، ډيرو نورو ليکوالانو، شاعرانو او اديبانو برخه اخيستې وه.
د پېل په وينا کې ښاغلي سمنګاني د چاپي او الکترونيکي رسنيو په ارزښت او ګټو هر اړخيزې خبرې وکړې او ويې ويل: په تيرو څو لسيزو کي په افغانستان کي د چاپي رسنيو لپاره د نورو هېوادونو په نسبت ډير کار نه دی تر سره شوی.
ښاغلي سمنګاني د طلوع افغان جريدې اړوند وويل: هڅه کوي، چي ياده جريده وساتي او د وخت د اړتياوو سره سم ئې برابره کړي او د ليک- لوست کلتور را ژوندی کړي.
استاد حيات الله رفيقي د طلوع افغان جريدې اړوند په خپله ليکل شوې مقاله کي د يادې جريدې پر تاسيس او تر دې مهاله پر رارسيدو خبري وکړې او ويې ويل: د طلوع افغان جريده ۱۰۲ کاله مخکي د مولوي صالح محمد هوتک له خوا تاسيس شوه، چي د وخت د اړتياوو سره سم نشريات يې درلودل.
ليکوال نعمت الله شاکر بيا په (طلوع افغان جريدې کي کومو ليکنو ته باید ځای ورکړل شي) مقاله کي د ايمان او عقيدې اړوند ليکنو، د عباداتو او احکامو باندي ليکل شوو ليکنو، تعاملاتو، سلوک، فاميلي، ټولنيز، سياسي، اداري، اقتصادي او علمي ليکنو تر څنګ د هېواد سياسي او اقتصادي راپورونه او معلوماتو يادونه وکړه ، چي باید په کي خپاره کړل شي.
د کندهار مجلې مسئول مولوي عبدالرحيم غياث صاحب له لوري د (طلوع افغان جريدې د ضعف لاملونه او پر حل لارو چارو) ليکل شوې مقاله کي يادونه وشوه، چي ياده جريده د وخت د مشهورو علماء کرامو له لوري تاسيس شوې، چي وروسته د مختلفو عواملو له امله د ضعف حالت ته تللې ده.
نوموړي يادونه وکړه؛ چي اوس بايد د يادې جريدې له پاره تشکيلات اضافه شي، انټرنيټي سايټ ورته فعاله شي، دولتي ادارو ته هدايت وشي، چي قراردادونه او اعلانونه يوازي د همدې جريدې له لاري تر سره شي او مالي ستونزو ته ئې پاملرنه وشي.
ورستيو کې په( طلوع افغان کي بايد کومو شعرونو ته ځای ورکړل شي) تر عنوان لاندي مقاله کي يادونه وشوه، چي په شرعي او ټولنيز معيار برابر شعرونه بايد په ياده جريده کي خپاره کړل شي
