کندهار کې د رسنيو له مسؤلينو او خبريالانو سره د همږغۍ ناسته وشوه
د کندهار ولايت په اطلاعاتو او کلتور رياست کي د رسنيو له مسؤلينو او خبريالانو سره د همږغۍ ګډه ناسته ترسره شوه، په غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي انعام الله سمنګاني، د امرباالمعروف، نهي عن المنکر او شکايتونو اورېدلو رئيس شيخ مولوي کريم الله فقير، د اسلامي امارت د وياند دفتر د ټولنيزو رسنيو مسئول ملا شمس الله صميم، د ولايت مقام وياند مولوي محمود عزام، د امارتي ادارو يو شمېر نورو وياندويانو، د رسنيو استازو او خبريالانو ګډون کړی وو.
په پيل کې ښاغلي سمنګاني ټولو راغلو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او له خبريالانو یې مننه وکړه، چي د نظام د ملاتړ او په هيواد کې د روانو پرمختيايي کارونو د مثبت انعکاس له پاره کار کوي.
ښاغلي سمنګاني په رسنيزو فعاليتونو کي د افغانستان اسلامي امارت د پاليسۍ پر عملي کولو ټينګار وکړ، تر څو چارې په ډېر ښه ډول مخته يووړل ش، چي د خبريالانو له لوري د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
د امرباالمعروف، نهي عن المنکر او شکايتونو اورېدلو ریاست رئیس شيخ مولوي کريم الله فقير د يووالي او اتحاد پر برابر ډېري خبري وکړې، د خبريالانو او د رسنيو له استازو ئې وغوښتل، چي د رسنيزو فعاليتونو پر مهال د هيواد د وګړو تر منځ پر يووالي، ورورولۍ او اتحاد باندي ډېر کار وکړي، د نفاق او بدبينۍ د له منځه وړلو په برخه کي هم خپل رول ادا کړي، هڅه دې وکړل ش،ي چې د هيواد مثبت انځور نړۍ ته څرګند شي او اوسنی اسلامي نظام په هغه ډول وښودل شي څنګه چي یې اسلام، ته د خپل ولس ښېرازۍ ته، د هيواد پرمختګ او د ټولنې د اصلاح له پاره اراده موجوده ده.
خبريالانو او د رسنيو يو شمېر استازو هم خبرې وکړې، هغوی د افغانستان اسلامي امارت له همکارۍ څخه مننه وکړه او ډاډ ئې ورکړ، چي د خپل هيواد او نظام د پرمختګ له پاره به هڅه کوي، د وطن د ښېرازۍ، مثبتې ذهنيت جوړونې او روانو پرمختګونو څخه به په رسنيزه برخه کي ملاتړ کوي.
۱۴۴۶/۳/۱۵ هـ ق
۱۴۰۳/۶/۲۸ هـ ل
