کندهار کي ځوانانو ته د وړتياو او ظرفيت لوړوني اړوند د عامه پوهاوي سمینار ورکړل شو

tawana_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳۱ - ۱۰:۳۴
ad

د کندهار ولايت د اطلاعات او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمر حافظ حمدالله سعيد وویل: دغه يو ورځنی ښوونيز سمینار د کندهار ښار ځوانانو ته د ځوانانو چارو آمريت او د YHDO مؤسسې په ګډه همکارۍ ترسره شو، چي لسګونو ځوانانو پکښي ګډون کړی وو.

د ښاغلي سعيد په وينا؛ په ياد سمینار کې  ځوانانو ته د کوچنيانو پر روزنه، د تاوتريخوالي پر مخنيوي، عدالت، د والدينو پر احترام او د ځوانانو د مسؤليتونو په اړه معلومات وړاندې شول،همدارنګه د سمينار په ترڅ کې د ځوانانو په راتلونکي او په ورځنيو چارو کې د دوی په ګډون بحث وشو او دوی ته يادونه وشوه، چې د تعليم ترلاسه کولو تر څنګ  په مجالسو کي ګډون کول او ورځنيو چارو کې انرژې مصرفول ډير مهم دي.

د يادونې وړ ده، چي د ځوانانو چارو آمريت ځوانانو ته د علمي، تشويقي او ادبي  سمینارونو د جوړولو تر څنګ اوس مهال په روزنيز مرکز کې سلګونو ځوانانو ته د عربي، ترکي، انګليسي ژبو او کمپيوټر زده کړه په وړيا ډول تدريسوي.

۱۴۴۶/۲/۱۷ هـ ق
‍۱۴۰۳/۵/۳۱ هـ ل

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۲:۴۰
Background image

ملي موزیم ته يوه تاريخي توره وسپارل شوه

د پکتیا ولایت د یو تن اوسیدونکي حبیب الرحمن نوري له لوري د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر د معین مولوي عتیق الله عزيزي په شتون کې ملي موزیم ته یوه تاريخي توره وسپارل شوه.
د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۲۸
Background image

د سرپل اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته څو جهادي آثارو وسپارل شول

د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ یو تن دلګي‌ مشر مولوي نوراحمد خالد له خوا، د امریکا او متحدینو پر وړاندې د شل کلن اشغال د جهاد دورې دوه لاسي جوړ شوي جهادي آثار، د سرپل د اطلاعاتو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۸:۳۶
Background image

مسکو کې د ا. ا. ا. لوی سفارت فرهنګي آتشې د فلسطين مظلومو مسلمانانو ته د دعا مراسمو کې ګډون وکړ

د روسيې پلازمېنه مسکو کې د ا. ا. ا. لوی سفارت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي آتشې فضل الهادي حمزه د فلسطین سفارت کې " د فلسطین مظلوم ولس او سولې لپاره دعا" په نوم جوړو شوو مراسمو. . .

BACK TO NEWS