کندهار کي د دښت ليلې د شهيدانو هديرې دروازه او معلوماتي ډبره جوړه شوه
یکشنبه ( ۱۴ د رمضان المبارک ۱۴۴۵) د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله تعالی د شفاهي هدایت په اساس د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري په اوله عېنومېنه کي د دښت ليلې د شهيدانو هديرې دروازه او معلوماتي ډبره په اساسي ډول جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د يادونې وړ ده چې په ياده هديره کي زرګونه هغه شهيدان دفن شوي دي، چي په ١٣٧٦ لمريز کال کې د شر او فساد د محوې په منظور د اسلامي امارت په چوکاټ کي د شمال د فتحې او تصفيې لپاره مزار، جوزجان او نورو ولايتونو ته استول شوي و، چې د يو ستر غدر او خيانت له امله د هغه وخت د شر او فساد د يو مخکښ جنرال عبدالمالک او نورو مشرانو لخوا د جوړجاړي په ترڅ کې لومړى اسيران او بيا يې په ډلييزه توګه په شهادت ورسول، چې د شهيدانو جسدونه دوه کاله وروسته په ١٣٧٨ لمريز کال پر شمال باندې د اسلامي امارت تر بشپړ تسلط وروسته کندهار ته را انتقال شول او په دغه مقبره کي خاورو ته وسپارل شول.
